1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

بايدن او شي نن پر کومو موضوعاتو خبرې کوي؟

۱۴۰۲ آبان ۲۴, چهارشنبه

د امريکا او چين ولسمشران، جو بايدن او شي جينپينګ به نن په کليفورنيا کې سره وويني. سپينې ماڼۍ ويلي دي چې دواړه مشران به امريکا ته د مخدره موادو د قاچاق پر ضد خبرې وکړي. خو ولې؟

https://p.dw.com/p/4YopV
Indonesien Bali G20-Gipfel | Treffen Xi Jinping, Präsident China & Joe Biden, Präsident USA
جو بايدن او شي جين پينګانځور: Kevin Lamarque/REUTERS

د امریکا متحده آيالاتو د ملي امنيت سلاکار، جېک ساليوان ويلي دي چې له چين څخه د مخدره موادو قاچاق د دواړو مشرانو ترمنځ يوه تر ټولو مهمه موضوع ده. بايدن او شي به نن د چهارشنبې په ورځ ( ۲۰۲۳م کال د نومبر ۱۵مه) د آسيا پاسيفيک اقتصادي ټولنې يا اپېک د سرمشريزې په څنډه کې سره وګوري.

ساليوان په دې اړه وويل: »موږ باور لرو داسې ساحې شته چې علايق مو سره يو دي، لکه د فنتانيل د غيرقانوني تجارت په وړاندې زموږ د مبارزې هڅې.« نوموړي زياته کړه چې »موږ هيله لرو راتلونکې اوونۍ لا په دغه موضوع کې پرمختګ ووينو. او دغه ښايي ور هم پرانيزي څو د نورو موضوعاتو په برخه کې پرمختګ وکړو.«چين خپله کلنۍ پوځي مجمع د دفاع وزير پرته ترسره کوي

د امریکا حکومت پر چين تور پورې کوي چې د فنتانيل په توليد سره په امريکا کې د نشه يي توکو د ستونزې په ډېرېدو کې لاس لري چې دغه مواد په ډېر مقدار سره  امريکا متحده آيالاتو ته قاچاقيږي. دغه آفينو ته ورته مصنوعي توکی د هېروين په پرتله ۵۰ برابره قوي اغېز لري چې په امريکا کې يې د مخدره موادو يو ستر کړکېچ رامنځ ته کړی دی.پوتین او شي د چین او روسیې د اړیکو د «ژوروالي» ستاینه وکړه

د امريکايي حکومت په خبره د ۱۸ او ۴۹ کلونو ترمنځ عمرلرونکو کې دغه نشه يي توکی د مړينې تر ټولو عام سبب دی. په دې وروستيو کلونو کې د فنتانيل د ډېر مقدار د استعمال له کبله د مړينې کچه خورا لوړه شوې ده. د امريکا چارواکي بيجينګ ته ګوته نيسي او ادعا کوي چې د فنتانيل لويه برخه چې د مکسيکويي ډلو له خوا د امريکا متحده آيالاتو ته قاچاق کيږي، له چين څخه راځي.د چین بهرنیو چارو وزیر په یوه درې ورځني سفر امریکا ته ځي

بيجينګ دغه ادعاوې رد کړي او وايي چې چين په نړۍ کې د نشه يي توکو پر وړاندې تر ټولو سخته پاليسي مخ ته وړي. که بايدن په دې بريالی شي چې شي ته قناعت ورکړي او نوموړی ده ته په دغه موضوع کې غاړه کښېږدي، نو دا به په کورني سياست کې هم ورسره مرسته وکړي. دا په داسې حال کې ده چې يو کال وروسته د امريکا په متحده آيالاتو کې د ولسمشرۍ ټاکنې ترسره کيږي.

 

آ./ن.ص./ن.ز.