1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د رفح ښار د يوې برخي اوسېدونکو ته د وتلو لارښوونه سوې

۱۴۰۳ اردیبهشت ۱۷, دوشنبه

د اسرائيل پوځ د غزې تراډې په جنوب کي پروت رفح ښار د ختيځي برخي له اوسیدونکو څخه غوښتي دي چي له سيمي څخه دي د«یوې پراخې بشري سیمې» پر لور ووځي.

https://p.dw.com/p/4fXZ4
Gazastreifen | Flucht aus Rafah
انځور: Hatem Khaled/REUTERS

د اسرائيل پوځ د دوشنبې په ورځ وویل چي «د رفح ښار په ختیځ کي اوسیدونکي دې ته هڅوي چي ځانونه پراخو بشري سیمو ته ورسوي.»

پوځ زیاته کړې ده چي هغوی اوسیدونکو ته په عربي ژبه د پوسترونو، SMS، تیلیفوني اړیکو او په رسنیو کي د اعلانونو له لاري خبر ورکوي.

غزه: هره ورځ له نوي سره د ژوندي پاتيدو مبارزه

د پوځ یوه ویاند په یوه آنلایني کنفرانس کي وویل: «نن سهار مو په محدوده کچه ماموریت پیل کړ، چي د رفح ښار د ختيځي برخې اوسیدونکي د مؤقت وخت له پاره بل ځای ته انتقال کړو.»

د پوځ په حواله «شاوخوا ۱۰۰ زره انسانان» له دغه ډول انتقال سره مخامخ دي.

د غزې تراډې په جنوبي برخه کي پروت رفح ښار کي شاوخوا یو اشاریه ۲ میلیونه انسانان د اسرائیل او حماس ډلي ترمنځ نښتو له امله ځانونه خوندي کړي دي. د اسرائيل حکومت په فلسطیني سیمه کي دغه ښار د حماس د وروستۍ پاته سوې اډې په توگه بللی دی.

      د اسرائيل صدراعظم بینیامین نتانیاهو لږ مخکي څرگنده کړې وه چي د اسرائيل پوځ به د نړیوالو انتقادونو او په غزه کې د اوربند د احتمالي موافقې د په پام کې نیولو پرته، په رفح کې د مځکنیو عملیاتو له پاره خپله طرحه عملي کړي.

     GP/NZ/AG