1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
سياستاوکرایین

د روسيې پر سرحدي سيمه بريد کي ۶ کسان وژل سوي

۱۴۰۳ اردیبهشت ۱۷, دوشنبه

پر اوکراین په جگړه کي د روسیې سرحدي سیمې هم په تکرار سره تر برید لاندي راځي. خو د دومره ډیرو قربانیانو په لرلو سره داسي بریدونه لږ پيښيږي.

https://p.dw.com/p/4fXJ2
Ukraine Feuer nach Drohnenangriff in Kharkiv
انځور: Pavlo Pakhomenko/NurPhoto/picture alliance

د چارواکو په حواله د روسیې په بیلگورود سرحدي سیمه کي، د اوکراین د بې پیلوټه الوتکي په یوه بریدکي شپږ کسان وژل سوي دي. د بیلگورود والي ویچیسلاف گلاد کوف، د دوشنبې په سهار لیکلي دي چي اوکراینیانو د بیروزيوکا کلي ته نیژدې درې نقلیه وسیلې ویشتلي چی په هغو کي د کارگرانو دوه بسونه هم شامل دي. 

د نوموړي په خبره د دوو کوچنیانو په ګډون ۳۵ نور کسان زخمیان سوي هم دي. گلادکوف داسي یو تصویر هم خپور کړی دی چي یو سخت زیانمن سوی بس ښکاره کوي. نوموړي د هغو کارگرانو او داچي هغوی د کوم شرکت له پاره کار کاوه، نور جزیات نه دي وړاندي کړي.

پر اوکراین د روسیې د څه د پاسه دوه کلني تهاجمې يرغل له امله، د روسیې سرحدي سیمې هم په وار وار سره تر بریدونو لاندي راځي. خو دغه شان بريدونه چي ډېر کسان دي پکښې مړه سي، لږ پيښيږي.

په عمومي ډول، د قربانیانو او زیانونو شمیر په هیڅ ډول په اوکراین کې د جګړې له ویجاړونکو پایلو سره متناسب نه دي.

GP/NZ/AG