1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

له راستنېدونکو سره د اروپايي ټولنې ۱۷ میلیونه یورو مرسته

۱۴۰۳ اردیبهشت ۷, جمعه

د افغانستان له پاره د اروپايي ټولنې استازولي له پاکستان او ایران څخه ستنو شویو افغانانو او د هغوی کوربه ټولنو اړتیاو ته د رسېدنې په موخه د کډوالۍ له نړیوال سازمان سره ۱۷ میلیونه یورو مرسته کوي.

https://p.dw.com/p/4fDTy
د ارشیف انځور: اروپايي ټولنه له پاکستان او ایران راستنېدونکو افغانانو سره ۱۷ میلیونه یورو مرسته کوي
د ارشیف انځور: اروپايي ټولنه له پاکستان او ایران راستنېدونکو افغانانو سره ۱۷ میلیونه یورو مرسته کويانځور: Muhammad Sajjad/AP/dpa/picture alliance

له ایران او پاکستان  څخه ستنو شویو او اخراج شویو افغانانو د ملاتړ له پاره اروپايي ټولنې د کډوالۍ له نړیوال سازمان یا آی او ایم سره د ۱۷ میلیونه یورو مرستې هوکړه لیک لاسلیک کړ.

په هغه خبرپاڼه کې چې اروپايي ټولنې د پنجشنبې په ورځ ناوخته خپره کړې ده، راغلي دي چې دغې ټولنې د ستنو شویو افغانانو د ملاتړ او مرستې له پاره ۱۷ میلیونه یورو مرسته ځانګړې کړې او دا مرسته به تر ډېره د نجونو او میرمنو پر اړتیاو تمرکز وکړي.

په دغه خبرپاڼه کې د خپرو شویو شمېرو له مخې، د ۲۰۱۳م کال له جنورۍ څخه د ۲۰۲۴م کال تر اپریل مياشتي پورې له پاکستان او ایران څخه ۱،۵ میلیونه افغانان خپل هيواد ته ستانه شوي دي.

تورخم کې له پاکستانه د راستنو شویو افغانانو موقتي کمپ
تورخم کې له پاکستانه د راستنو شویو افغانانو موقتي کمپانځور: Esmatullah Habibian/Middle East Images/abaca/picture-alliance

د اروپايي ټولنې د نړیوالو همکاریو د منځني ختیځ او اسیا برخې مسئول پیټریس سټوبس په هرات ولایت کې د کډوالۍ نړیوال سازمان سره د دغې هوکړې د لاسلیک پر مهال وویل: «له هغو ستونزو او سختیو څخه چې ستنېدونکي ورسره افغانستان ته د اخراج پر مهال مخ شوي، خواشینی شوم. هغه هېواد چې له بې وزلۍ او اقلیمي تغیراتو کړېږي او په هغې ښار کې چې وروستیو کې د ویجاړوونکې زلزلې شاهد و، دا په رښتیا هم په ناورین پسې ناورین دی.»

د افغانستان  له پاره د اروپايي ټولنې شارژدافیر رفائیلا ایودیس، له راستنېدونکیو سره د افغانانو تړون الهام ورکوونکی وباله او زیاته کړې یې ده، باید د هغو ټولنو ملاتړ وشي چې د راستنېدونکو کډوالو کوربه‌توب کوي.

هغه زیاته کړه: «د آی او ایم ملاتړ اړینو خدماتو ته لاسرسی تضمینوي او له ستنېدونکو افغانانو او د هغوی د کوربه ټولنو ساتنه کوي. تر هغه ځایه چې نجونې او مېرمنې  په ځانګړې توګه اغېزمنېږي، موږ ډاډ تر لاسه کوو چې د ټولنې ټول غړي له هغې ګټه پورته کړي.»

تورخم کې له پاکستانه د راستنو شویو افغانانو موقتي کمپ
تورخم کې له پاکستانه د راستنو شویو افغانانو موقتي کمپانځور: Ebrahim Noroozi/AP Photo/picture alliance

په افغانستان کې د کډوالۍ نړیوال سازمان مشرې ماریا مویتا، ټینګار کړی دي چې: «له اروپايي ټولنې سره د آی او ایم دوامداره ملګرتیا د دې له پاره حیاتي ده چې زموږ ټیمونه وکولای شي په سلګونو زره راستنیدونکو افغانانو او په هیواد کې نورو زیان منونکو ټولنو ته ورسیږي.»

هغې ویلي دي چې د اروپايي ټولنې له دې تازه ژمنې سره به دغه سازمان وتوانېږي، چې د ستنېدنې په برخه کې لویو ننګونو باندې تمرکز وکړي او له ټولنې سره د یو ځای کېدو، ټولنیز انسجام او اوږدمهاله حل‌لارو په برخو کې له ټولنو سره مرسته وکړي.

د اروپايي ټولنې په خبرپاڼه کې راغلي دي چې دا اضافي مرسته د هغه پنځه کلن پروګرام برخه ده، چې په ټول افغانستان او د سیمې په څلورو هيوادونو کې پلې کېږي.

په پاکستان کې د کډوالو ناخواله وضعیت

د په دې اړه نور مطالب له برخې تیريدل

په دې اړه نور مطالب

د نورو مطالبو ښودل