1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
تروريزمآسیا

پاکستان: پر چینایانو خونړی برید په افغانستان کې پلان شوی وو

۱۴۰۳ اردیبهشت ۱۸, سه‌شنبه

د پاکستان پوځ د سه شنبې په ورځ ویلي دي چې هغه ځانمرګی برید چی په مارچ میاشت کې یې په پاکستان کې پنځه چینايي انجینران ووژل په افغانستان کې پلان شوی وو او برید کوونکی هم افغان وو.

https://p.dw.com/p/4faHh
پاکستاني امنیت ځواکونه په اسلام آباد کې
پاکستاني امنیت ځواکونه په اسلام آباد کېانځور: Aamir Qureshi/AFP

په مارچ میاشت کې یوه ځانمرګي برید کوونکي خپل موټر له هغه کاروان سره وجنګاوه چې په کې چینايي انجینران لیږدول کیدل. دغو انجینرانو د پاکستان په شمال لوېدیځ سیمه کې د اوبو پر یوه بند باندې کار کاوه. په دې پیښه کې شپږ چینایي انجینرانو خپل ژوند له لاسه ورکړ.

د پاکستان د پوځ ویاند جنرال احمد شریف، په اسلام آباد کې د سه شنبې په ورځ یوه خبري کنفرانس ته وویل: «ټول برید په افغانستان کې پلان شوی وو. په پیښه کې کارول شوی موټر هم په افغانستان کې چمتو شوی وو او ځانمرګی برید کوونکی هم افغان وو.»

طالبانو تر اوسه پورې دغې ادعا ته غبرګون نه دی ښوولی. دغه ډله د ۲۰۲۱ کال له اګست میاشتې راهیسې د افغانستان واک په لاس کې لري. که څه هم واک ته تر رسیدو مخکې طالبان اسلام آباد ته ډیر نزدي ګڼل کیدل او پخواني افغان چارواکو تل ادعا کوله چې په افغانستان کې بریدونه او د طالبانو فعالیتونه له پاکستان څخه پلانیږي، خو په وروستیو کلونو کې داسې ښکاري چې د طالبانو او اسلام آباد تر منځ اړیکې یو څه ترینګلې شوې وي.

آيا پاکستان طالبان او داعش افغانستان او پاکستان ته خطر دي؟

پاکستان وایي افغان طالبان د پاکستاني طالبانو د مخنیوي له پاره کافي اقدامات نه کوي. هغوی ادعا کوي چې افغان طالبانو پاکستاني طالبانو ته په خپله خاوره کې د پلان او فعالیت زمینه برابره کړې ده چې بیا دغه ډله په پاکستان کې بریدونه ترسره کوي. طالبان بیا البته دغه ادعاوې ردوي.

آژانسونه / م.س