1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
سياستایران

ايران غواړي له افغانستان سره پر پوله ديوال جوړ کړي

۱۴۰۳ اردیبهشت ۱۷, دوشنبه

د ايران حکومت غواړي له افغانستان سره د خپلې پولې د خوندي کولو په موخه يو جګ دېوال جوړ کړي. د دې چارې په موخه په میليونو يورو بودجه په نظر کې نيول شوې ده.

https://p.dw.com/p/4fXCy
آرشيف انځور: د ايران او افغانستان ترمنځ پوله
آرشيف انځور: د ايران او افغانستان ترمنځ پولهانځور: Fars

د ايرنا دولتي خبري آژانس د يکشنبې په ورځ د افغانستان او ايران ترمنځ پولې څخه د لا ډېر محافظت په موخه پلانونو له عملي کولو څخه خبر ورکړی دی. ويل شوي دي چې د دې برنامو د تطبيق په موخه څه نا څه ۲،۷ ميليون يورو په نظر کې نيول شوي دي.

د ایران حکومت غواړي چې په دې پېسو په درو کلونو کې د اغزن سيم په کارولو سره يو څلور متره لوړ کانکريټي ديوال جوړ کړي.

افغانستان او ايران تر ۹۰۰ کيلومترو پوري اوږده شريکه پوله لري چې د دغه پولې ستره برخه له هغو سيمو څخه تيريږي چې څوک پکې استوګن نه دي.

د ملګرو ملتونو د کډوالو چارو ادارې د معلوماتو په حواله په ایران کې تقريباً ۴،۵ ميلیونه افغان مهاجر ژوند کوي چې زياتره یې په دغه هېواد کې د اوسېدو قانوني اسناد نه لري.

واک ته د طالبان تر رسېدو وروسته کابو يو ميليون نور افغان مهاجر هم ايران ته تللي دي. د دې مهاجرو زياتره یې په سترو ښارونو کې کار کوي چې ډېر لږ عايد لري.

دوامداره جګړه، شديده بې وزلي او بې کاري باعث کيږي چې هر کال په زرونو افغانان مجبوريږي چې په غير قانوني لارو ايران ته ولاړ شي. همدا لامل کيږي چې سرحدي ځواکونه نه توانيږي د غير قانوني انساني قاچاق مخه ونيسي.

په دې وروستيو کې د ايراني ځواکونو او د طالبانو د سرحدي ځواکونو ترمنځ پولې ته په څيرمه پرتو سيمو کې نښتې هم رامنځته شوي دي.

له راستنو شويو افغانانو سره د اروپايي اتحادیې مرسته

اروپايي اتحادیې له پاکستان او ايران څخه د ستنو شويو افغان مهاجرو څخه د ملاتړ په موخه د مهاجرت له نړيوال سازمان (آی او ام) سره د ۱۷ ميلیون يورو په ارزښت يوه توافقنامه لاسليک کړې ده.

په هغه اعلاميه کې چې اروپايي اتحادیې د پنجشنبې په ورځ خپره کړې وه، راغلي دي چې له راستنو شويو افغانانو سره د مرستې او د هغوی د لاس نيوي په موخه یې ۱۷ ميليونه يورو ځانګړي دي چې دا مرستې به تر ډېره د نجونو او ښځو د اړتياو په برخه کې مصرف شي.

په دې اعلاميه کې د خپرو شويو شميرو په حواله د ۲۰۱۳م کال له جنورۍ څخه د ۲۰۲۴م کال تر اپريل میاشتې پورې تر ۱،۵ ميليونه ډېر افغانان له پاکستان او ايران څخه بيرته خپل هېواد ته ستانه شوي دي.

د اروپايي اتحادیې د منځني ختيځ او آسيا د برخې مسئول پتريس اوستوبس، په هرات کې د مهاجرت د نړيوال سازمان سره د دې هوکړې د لاسليک کولو پر وخت وويل: «زه د هغو سختيو له کبله چې راستنېدونکي ورسره افغانستان ته د اخراج پر وخت مخامخ کيږي، سخت متاثر شوم. په هغه هېواد کې چې له بې وزلۍ او اقليمي بدلونه کړيږي او په هغه ښار کې په دې وروستيو کې د ويجاړونکې زلزلو شاهد وو، دا په رښتيا د يوه بحران دپاسه بل بحران دی.»

ب. ص/ ن. ز (DPA)

زموږ له آرشيف څخه:

د ایران او افغانستان تر منځ د اوبو لانجې تر شا مسله څه ده؟

د په دې اړه نور مطالب له برخې تیريدل

په دې اړه نور مطالب