1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

بلينکن په پيکنګ کې له خپل چينایي سيال سره ليدلي

۱۴۰۳ اردیبهشت ۷, جمعه

د امريکا او چين د بهرنيو چارو وزيرانو په پیکنګ کې د ليدنې کتنې په ترڅ کې د اوکراين پر ضد جګړه کې له روسیې څخه د چين پر ملاتړ، د تايوان او تجارت پر موضوعاتو خبرې وکړې.

https://p.dw.com/p/4fDi5
د امريکا متحده ایالاتو او چين د بهرنيو چارو وزيران
د امريکا متحده ایالاتو او چين د بهرنيو چارو وزيرانانځور: Mark Schiefelbein/POOL/AFP/Getty Images

د امريکا متحده ايالاتو د بهرنيو چارو وزير انتوني بلینکن، د جمعې په ورځ په پيکنګ کې د چين د بهرنيو چارو له وزير وانګ اي، سره وليدل څو پر يو شمیر لانجمنو موضوعاتو او همدا شان د دوه اړخیرو اړیکو د ودې له پاره هلو ځلو ته د دوام ورکولو په اړه خبرې وکړې.

د پیکنګ د لرغونو باغونو په دياوتای دولتي مېلمستون کې د ليدنې پر وخت وانګ، وويل چې د دواړو هيوادونو ترمنځ اړيکې د «باثباته کيدو پر لور روانې» دي.

خو وانګ زياته کړه چې د دواړو هيوادونو ترمنځ د نظر اختلافات لا موجود او د ودې په حال کې دي چې دا خبرې اترې یې ډېرې ستونزمني کړي دي.

د چين د جنوبي سمندرګي او تايوان پر سر د نظر اختلاف

د چين د جنوبي سمندرګي د ملکيت د حق په اړه د چين ژمنتيا د دغه هيواد له ګاونډيانو سره چې په هغه کې د فلېپين په ګډون د امريکا متحده ایالاتو متحدين هم شامل دي، د يو شمير اختلافاتو باعث شوې ده.

وانګ د چين د جنوبي سمندرګي او تایوان په تړاو د امريکا د تګلارو په اړه د چين د شکايتونو د مشخص کولو پرته وويل: «د چين د توسعې مشروع حقونه په غير منطقي توګه تر پښو لاندې شوي دي او زموږ اصلي ګټې له ننګونو سره مخامخ دي.»

بلينکن یې په ځواب کې وويل چې د بایدن اداره له چين سره ديالوګ ته که پر لانجمونو موضوعګانو هم وي، لومړيتوب ورکوي. هغه وويل چې په تېر کال کې دوه اړخیزو اړيکو يو څه پرمختګ کړی وو، خو زياته یې کړه چې خبرې اترې به همداسې ستونزمې وي.

د دې دوو لوړ پوړو ديپلوماتانو ترمنځ ليده کاته په نوامبر مياشت کې په سان فرانسسکو کې دولسمشر جو بایدن، او د چين د جمهور رئيس شي جين پينګ، د ملاقات په تعقيب کې ترسره کيږي.

پر اوکراين د يرغل په ترڅ کې له روسیې څخه د چين دوامداره ملاټر هغه بله موضوع وه چې بلينکن یې په اړه اندېښنه څرګنده کړه.

د اوکراين د جګړې اختلافي موضوع

د امريکا د بهرنيو چارو وزارت چارواکو د دې ليدنې کتنې تر مخه ويلي ول چې واشنګټن د هغه چينايي شرکتونو پر ضد ګام اخيستو ته چمتو دی چې د روسیې له دفاعي صنعت سره مرسته کوي.

په اوکراين کې پر جګړېسربیره، د امريکا له خوا د تایوان پر حمايت او دوه اړخیز تجارت هم بحث وشو.

امريکا د «فعالې ديپلوماسۍ» په لټه کې

چين ته د بلېنکن سفر د چهار شنبې په ورځ د بایدن له خوا د هغې لايحې تر لاسليک کولو يوه ورځ وروسته پيل شو چې اته ميليارډ ډالر پکې د تاوان او چين د جنوبي سمندرګي په تړاو د چين له تهاجمي سياستونو سره د مقابلې له پاره ځانګړې شوي دي.

پر دې سربیره د امريکا حکومت په پام کې لري چې د ټيک ټاک چين ميشته شرکت اړ کړي چې د ټولنیزو رسنیو دغه پليټفارم وپلوري.

له دې لانجمنو موضوعاتو سره هم بلېنکن وويل چې د «فعالې ديپلوماسۍ» په لټه کې دی.

هغه زياته کړه چې دواړو هيوادونو ته باید روښانه وي «چې موږ په کومو ساحو کې د نظر اختلافات لرو – څو لږ تر لږه د سوء تفاهم چې د محاسباتي سهوو باعث ګرځي، مخه ونيوله شي.»

هغه وويل: «دا په رښتيا هم يو شريک مسئوليت دی چې موږ یې نه يوازې د خپلو خلکو بلکې د ټولې نړۍ د انسانانو په مقابل کې لرو.»

ب. ص/ ن. ز (Reuters, AFP, AP)

زموږ له آرشيف څخه:

هند څنګه له روسیې او غرب سره په اړیکو کې توازن ساتلی؟